زموږ ژباړنان

د ۳۰و ژباړونکو او د ۵ کمپیوټري خپرونو د کارپوهانو په درلودو سره موږ سم له واره ستاسې پروژې ته وړ کس ټاکلاى شو. په افغانستان کې د ژباړې د سرلارې ادارې په توګه موږ بېلابېلې غوره حل لارې وړاندي کوو. د دې لپاره چې عملا تاسو ته خپله وړتیا وښیو، ټولو هغو نویو پېرونکو ته چې د ژباړې متن یې تر ۱۰،۰۰۰و کلمو ډېر وي، تر ۵۰۰و کلمو وړیا ژباړه کوو. ټولو ژباړونکو موږ ته خپله وړتیا، تخصص، تجربه او د کار د ترسراينې معيار جوت(ثابت) کړى دى او اوس هم هر وار ارزول کېږي. همدا راز د کيفيت د ارزونې لپاره د هر ژباړن ژباړه دويم ژباړن ګوري او سموي. موږ د لاندنيو ځانګړنو له مخې ژباړن ګومارو:

  • څه ناڅه ۱۰۰،۰۰۰ کلمې يې ژباړلې وي
  • په پخوانیو پروژو کې لږ تر لږه دوه شواهد ولري
  • یوازي او یوازي په مورنۍ ژبه ژباړه وکړي
  • د ژباړېدونکو موادو په برخه کې کاري تجربه ولري
  • او له موږ سره یو پټ هوکړه لیک لاسلیک کړي

موږ ددې خبرې ډاډ او تضمين درکوو، چې ستاسې پروژه به هغه ژباړن ترسروي چې د اړوند هېواد استوګن او موخنه(دويمه) ژبه یې مورنۍ ژبه وي.

LiveZilla Live Help

خپله وړیا بیه ترلاسه کړﺉ.


نېټه: ورځ/میاشت/کال

(د ګرینویچ اصلي وخت)

اصلي متن ته ننوځئ

او یا لغت شمېر داخل کړﺉ

نوم

برېښلیک

لارښوونې


د کاپي کولو حق ۲۰۱۰، افغانین